په ادارو کې د وخت مدیریت او اهمیت یې!

استاد عبدالجبار وحدت د ملي بودجې اجرائیوي رئیس

وخت او مدیریت  کول یې  مهم بحث او  یو ترکیبي مفهوم دی چې موخه یې د وخت څخه مطلوبه پایله لاسته راوړل دي، موږ ډېری وخت وایو چې وخت کم او کارونه ډېر دي، بناً هره اداره د وخت اغېزناک مدیریت ته جُدي اړتیا لري، د وخت مدیریت  د ژوند مدیریت، مانا د نن کار همدا نن تر سره کول، مانا فردي نظم، په کُل کې ټولیز نظم رامنځته کوي،  نننۍنړۍ د ګلوبلایزیشن پر لور روانه ده ټول سازمانونه خپلو اهدافو ته د رسېدو په موخه زمانبندي کوي، په اهدافو کې یو مهم اصل دا دی چې باید په ټاکلي وخت کې د تر لاسه کېدو وړ وي،وخت په دوامداره توګه مصرفېږي او د ذخیره کېدلو وړ نه دی،  د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه یو نعمت چې انسان ته یې په واک کې ورکړی وخت دی ، الله تعالی په خپل پاک کلام کې  په شپه ، سهار او په ټوله کې په وخت قسم یادوي ،رسول الله (ص) فرمایي چې پنځه مخکې له پنځو څخه غنیمت وبولۍ چې یو یې وخت / فرصت دی، مخکې له بوختیا څخه، یوه فرضي روژه که وخورې په شپیتو حساب ده، یوه د قدر شپه د۱۰۰۰ میاشتو معادل ده ،حج په ټول عمر کې یو ځل په انسان فرضېږي، یوه د عرفې ورځ ده، د مور پلار طرف ته یو ځل کتل د عمرې ثواب لري، ممکن نیمه دقیقه واوسي، الله تعالی  پرته له لمر هم سبزي زرغونولی شي، مګر ورځ او لمر یې مهم بللی دی، د وخت د مدیریت اړوند ممکن تعبیرونه او تعریفونه متفاوت وي، مګر عام او ټول منلی مفهوم دا دی چې هرکار په خپل ټاکل شوي او مناسب وخت  تر سره کول  د وخت مدیریت دی، يا په بل مفهوم  د وخت دمدیریت برنامه جوړول، هدف ټاکل او لومړیتوب ټاکنه، شخصي انضباط او  د کارونو په موثر شکل تر سره کول دي، یا په بله مانا وخت د پلان هغې پروسې ته ویل کېږي چې خپل وخت د فعالیتونو تر منځ په داسې ډول ووېشل شي، چې د وخت د ښه مدیریت په پایله کې هر هدف په مشخص او ټاکل شوي وخت کې تر لاسه شي، د وخت  په ښه مدیریت کې د فعالیتونو پر ځای په پایلو باندې تمرکز کېږي.

په دې تړاو د پارتو) ۸۰/۲۰  (یو اصل دی دا په دې مانا چې زموږ ۲۰ سلنه کارونه  د ۸۰ سلنه نتایجو باعث کیږي.

په سازمانونو کې د وخت د مدیریت لپاره لازمې کړنې:

که د هر سازمان  رهبري او نور غړي وغواړي چې وخت په سمه بڼه مدیریت کړي ، نو لاندې کړنې ورته بویه چې تر سره یې کړي:

1.  لومړیتوبونه ټاکل

2.  مهالوېش جوړول

3.  لیست جوړول

4.  د نن کار سبا ته نه ځنډول

5.  بې ځایه مجلسونه راکمول

6.  نظم رامنځته کول

7.   په یو وخت کې د یوکار تر سره کول

8.  نه ویل زده کړئ

9.  خپل لیدلوری مالومول

10.  لیکلی پلان درلودل

11.  ورځنی to do لیست جوړول

12.  اخلال کنټرولول

13.  ټلیفوني اړیکې مدیریت کول

14.  موثرې ناستې تر سره کول

15.  درست تصامیم نیول

16.  باید په لومړیتوب کې هم اولویت بندي وکړو

17.  باید چارې ووېشل شي،(مهم،غیرمهم،عاجل،عاجل او مهم )

ممکن ځینې نورې لارې چارې هم وي، مهمې او عامې لارې چارې یې همدا دي..

د وخت ضایع کوونکي سببونه

وخت ولي ضایع کېږي؟ دا ځکه چې:

1.  ګډوډ کاري میز لرو

2.  تدبیر او پلان نه لرو

3.  منظم کاري مهالوېش نه لرو

4.  له حده زیات بې مانا جلسې کوو

5.   بې ځایه په میډیا کې بوخت یو

6.  نظم نه لرو

7.  تمرکز نلرو

8.  د نن کار سبا ته ځنډوو

9.  مزاحم همکاران  لرو

10.  منظمې برنامې نه لرو

11.  په تکراري کارونو فکر کوو

د وخت د مدیریت  پایله

که وخت په بهتر شکل مدیریت کړو نو لاندې مزایاوي له ځان سره لري:

مولدیت رامنځته کېږی

کارونه په بهتر ډول تر سره کېږي

 چټکتیا رامنځته کېږي

له سټریس او فشاره خلاصون

له کار څخه د مراجعینو فوق العاده رضایت

په نفس باور

په ژوند کې توازن رامنځته کيږي

ایماني او ملي مسؤلیت به مو ادا کړی وي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .