په بلخ کي د مالیاتي عوایدو د زیاتوالي او مالیاتي اسانتیاوو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره سول
د سلواغې۲مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د مالیاتي عوایدو د زیاتوالي، د مالیاتي نظام د پیاوړتیا او د مالیاتو د عامه پوهاوي د کچي لوړولو په موخه، د بلخ ولایت د سيکټوري ریاستونو استازو، صنعتکارانو، سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته هر اړخیز پروګرامونه ترسره سول.
په یادو پروګرامونو کي د بلخ مرستیال والي، د بلخ مستوفي، د سيکټوري ریاستونو مسئولینو، د مالي برخي کارکوونکو او لسګونو صنعتکارانو، سوداګرو او مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو. په دغو غونډو کي د مالیې د ورکړي پر ارزښت، د مالي نظام پر شفافیت او همدارنګه د مالیاتي تخفیفونو او معافیتونو پر څرنګوالي مفصلي خبري وسوې.
لومړۍ غونډه د سيکټوري ریاستونو د مالیاتي برخو کارکوونکو ته د مالیاتي سیسټمونو د اغېزمني کاروني په موخه جوړه سوې وه، چي په ترڅ کي ئې د عوایدو لوی ریاست له لوري ګډونوالو ته د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو څرنګوالی، په ټایس (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو د ثبت لاري چاري، د RMIS سیسټم کارونه، د موضوعي مالیاتو د وضع کولو نورمونه او د مالیاتي پروسیجرونو اړوند بشپړ معلومات وړاندي سول.
په دوهمه غونډه کي صنعتکارانو، سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته تر فتحي وروسته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر او همدارنګه د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل سول.
د پروګرامونو په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول او د هغوی غوښتني د راتلونکو اقداماتو او لا ښې همغږۍ په موخه یاداښت سوې.
