په بودیجوي واحدونو کي د پلټنې په اړه تخصصي روزنیز پروګرامونه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۵:۲۲
خبر

د ملي دفاع او اوبو او انرژۍ وزارتونو د بودیجوي واحدونو د کورنيو پلټونکو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلا بیل جوړ سوي روزنیزو پروګرامونه چي څه موده وړاندي پیل سوي وو په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.
په دې مناسبت جوړي سوې غونډه کي د ملي دفاع وزارت سر مفتش مفتي لطیف الله حکیمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د روزنیزو پروګرامونو د ارزښت او له دغو پروګرامونو څخه د غوره ګټي اخستنې په اړه خبرې وکړې. ورپسې د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست اړوند د شتمنیو پلټنې او ظرفیت لوړونې رئیس قاضي شیرزمان بلوچ په دولتي ادارو کي ظرفیت لوړونه یو مهم امر وباله او له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چي په روزنیزو پروګرامونو کي په پوره لیوالتیا سره ګډون وکړي. ښاغلي بلوچ د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چي دوی هڅه کوي د ټولو بودیجوي واحدونو د کورنۍ پلټنې کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې په موخه د دوی د اړتیا وړ روزنیز پروګرامونه دایر کړي او په دې برخه کي به خپلې مرستې او همکارۍ ته د تل په څیر دوام ورکوي.
په ورته مهال کي د یوې بلې جلا غونډې په ترڅ کي د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد او ورسره مل پلاوي د اوبو او انرژۍ وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د روزنیز پروګرام په پای غوڼده کي ګډون وکړ، چي د یاد وزارت د دفتر رئیس قاري عبدالعزیز عزیز او د کورنۍ پلټنې رئيس مولوي عزیزالله سهار لخوا ورته هرکلی وویل سو.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با. . .

BACK TO NEWS