په تېرو دو اوونیو کې د ملي عوایدو راټولیدو وضعیت او د حکومت په کچه د ملي بودیجې لګښت

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۶:۱۵
خبر

د ۱۳۹۹ مالي کال د زمري میاشتې له ۱۷ – ۳۰مې نېټې پورې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. چې له دې جملې ۴۰۱ میلیونه له مستوفیتونو، ۶۹۴ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارده ۳۳۴ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۱۱۶ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي. د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۰۳ میلیارده ۷۲۹ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال د وږې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ۶۳ میلیارده افغانۍ (۳۸٪) پراختیایې بودیجه او ۱۶۲،۶ میلیارده افغانۍ (۵۳٪) عادي بودیجه لګول شوی ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۲۵.۶ میلیارده افغانۍ (۴۸٪) جوړوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبري وسوې!


د چنګاښ ۴مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴هـ.ل) مالي کال څلورمه اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کي جوړه سوه. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات د ګمرک کارکوونکو ته روزنيز سيمينار پيل سو!


د چنګاښ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدريسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات ولایت د ګمرک (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره يو مياشتنى روزنيز سيمينار. . .

BACK TO NEWS