په تېرو دو اوونیو کې د ملي عوایدو راټولیدو وضعیت او د حکومت په کچه د ملي بودیجې لګښت

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۱:۳۷
وضعیت جمع آوری عواید

د ۱۳۹۹ مالي کال د وږې میاشتې له ۱۴ مې نه تر ۳۰ مې نېټې پورې ۸ میلیارده ۴۲۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. چې له دې جملې ۵۹۳ میلیونه له مستوفیتونو، یو میلیارده ۷۲۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، یو میلیارده ۳۷۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۷۲۵ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي چې د روان کال د وږې میاشتې د لومړیو دو اوونیو په پرتله ۲ میلیارده ۵۸۶ میلیونه افغانۍ لوړ والی ښیې. د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۱۶ میلیارده ۵۸۹ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د وږې میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې ۷۴ میلیارده ۹۸۷میلیونه افغانۍ (۴۵٪) پراختیایې بودیجه او ۱۸۳ میلیارده ۷۲۹ میلیونه افغانۍ (۶۰٪) عادي بودیجه لګول شوی ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۵۸ میلیارده ۷۱۶ میلیونه افغانۍ (۵۵٪) جوړوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د مراسلاتو په لېږد کي نوښت رامنځته سو

د غويي ۱۳مه۱۴۰۵ هـ.ل 
د مالیې وزارت د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د دغه وزارت د اداري مراسلاتو د استولو په لارو چارو کي نوښت رامنځته کړی، چي د اړوندو اداري مکتوبونو تبادله کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

BACK TO NEWS