په قسطونو سره د تېرو کلونو د باقیاتو ورکولو خبرتیا!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي له مخي ټول هغه سوداګریز شرکتونه، چي د تېرو کلونو ګمرکي باقیات لري او تر اوسه یې نه دي تحویل کړي، کولای سي د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته عرض پاڼه وړاندي کړي او خپل باقیات په څو قسطونو کي د روان ١٤٠٢ مالي کال تر پایه پوري ورکړي.
د ګمرکونو لوی ریاست له دغو شرکتونو څخه غوښتنه کوي، چي له دې استثنایي فرصت څخه ګټه واخلي او خپل باقیات په ټاکلي موده کي تصفیه کړي.