په مالي چارو کي د مصنوعي ځيرکتیا رول !

 

لیکوال: عبدالجبار وحدت

د ملي بودیجې اجرائیوي رئیس

مصنوعي ځيرکتیا سره له دې، چي له یوه لوري له ځان سره د بېکارۍ خطر هم لري؛ مګر د پېچلو او پرمختللو الګوریتمونو او دقیقو تحلیلونو په مټ ئې مالي چاري هم خورا اسانه کړي دي. مصنوعي ځيرکتیا ډېری وخت زموږ د فکر د مجسم کولو او ترسیمولو په برخه کي رول لري، ډېری مالي تحلیلونه د یادي ټیکنالوژۍ په مټ اسانه سوي دي، ګرافونه، د ډاټا هر اړخیز تحلیل او د یوې مشخصي موضوع اړوند د زرګونو سایټونو معلومات په ډېره دقیقه توګه راغونډوي. د دې ټیکنالوژۍ په مټ سازمانونه راتلونکي بالقوه خطرات په اسانۍ سره تحلیلولی سي او په دې برخه کي د ډاټا په اساس یوه ښه تصمیم نیونه کولای سي، داسي اټکل کېږي، چي په نږدې راتلونکي کي به (AI) په مالي برخه کي د ژورو بدلونونو او پرمختګونو باعث سي، د مصنوعي ځیرکتیا(AI) رول په لاندي ډول یادولای سو:

  1. وړاندوینه او پیش فرض:  په مالي برخه او بودیجه جوړونه کي وړاندوینه نهایت مهمه ده، هغه وړاندوینه، چي د مشخصو متحولینو په مټ ترسره کېږي، د مالي مدیرانو له پاره کار ډېر اسانوي او د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه د بازار، قیمت، قوانینو او نورو اړوندو برخو د یوځایي او دقیقو تحلیلونو په مټ  یوه ښه وړاندوینه کولای سي او دا وړاندوینه د پانګوالو سره د تصمیم  او بودیجې جوړوني په برخه کي ښه مرسته کولای سي.
  2. مالي تحلیلونه تر سره کول:  د مالي  نبستونو(Financial Ratios) تحلیلونه، د ګټي او تاوان سناریو وړاندي کول په مالي برخه کي یو بل مهم بحث دئ، چي (AI) دې برخي ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده. یو مالي مدیر کولای سي، ارقام د سیسټم په ژبه درج کړي او یوه نسبتاً ښه پایله تر لاسه کړي.
  3. چټکتیا  او دقت: AI سره له دې، چي چاري په چټک ډول ترسره کوي، په عین حال کي دقت هم له ځانه سره لري، په دې شرط، چي د سیسټم په ژبه غوښتنه ترې وسي، مالي مدیران کولای سي په (AI) کي چټکتیا  او دقت تجربه کړي.
  4. تصمیم نیونهDecision making  : د پانګوالو او نورو ذیدخله اشخاصو له پاره تصمیم نیونه یو مهم او يه عین حال کي سخت کار هم دئ، چي له نېکه مرغه په ځینو برخو کي مصنوعي ځیرکتیا د پېچلو الګوریتمونو په مټ کولای سي، مالي تصمیمونه په خپل سري ډول ونیسي؛ لکه: د اسهامو پېر او پلور، نغدي نسبتونه، د سیالیتوب نسبتونه او داسي نور..
  5. د تېروتنو مخنیوی: په AI کي د تېروتنو امکان ځکه کم دئ، چي ټولي چاري سیسټم په منظم ډول تر سره کوي، هو انسان فقط دومره رول لوبولای سي، چي سیسټم ته فرمایش او سوال په سم ډول او د سیسټم په ژبه داخل کړي، د مصنوعي ځیرکتیا په مټ کولای سي ځیني ثابت فورمولیک ارقام او پایلي په ښه ډول پرته له تېروتني تر لاسه کړي.
  6. د خطراتو کمول: مصنوعي ځیرکتیا د اتومات الګوریتمونو په مټ  کولای سي، مالي خطرونه تشخیص او  تحلیل کړي او له مدیرانو سره  مرسته کوي، چي د مالي خطراتو مدیریت له پاره بهتریني ستراتیژۍ رامنځته کړي. مصنوعي ځیرکتیا خطرات د ثابتو فورمولونو، روشونو او موډلونو په اساس تحلیلوي، بېلا بېلي فرضي سناریوګاني درته وړاندي کوي  او نسبتاً د کم خطر لرونکي ستراتیژي  درته په ګوته کوي، AI بالقوه  مالي خطرونه کموي.
  7. راپور ورکونه: د مالي مدیرانو او نورو کار کوونکو له پاره راپور لیکل یوه مهمه او اساسي چاره ده، چي له نېکه مرغه مصنوعي ځيرکتیا د راپور ورکولو مختلف فارمټونه تاسي ته وړاندي کوي، که تاسي د یوې مالي موضوع اړوند راپور د سازمان، رهبرۍ او یا په عادي کچه ترې غواړئ په هره کچه راپور درته برابروي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .