په ننګرهار کي د ټرانزیټي محمولې له غیرقانوني تخلیې څخه مخنیوی وسو
د ننګرهار ګمرک د ګرځنده څارني منسوبینو د خپل استخباراتي راپور پر مټ د یو ټېلر ټرانزیټي بورې له غیرقانوني تخلیې څخه مخنیوی وکړ.
یاده ټرانزیټي بوره چي ګمرک کي د سندونو له مخي له پاکستان هیواد څخه د افغانستان له لاري تاجکستان هیواد ته ټرانزیټ کېده، خو مالک ئې د ټرانزیټي اصولو خلاف غوښتل چي د ننګرهار ولایت د مومند درې په ولسوالۍ کي تخلیه کړي، چي د ګرځنده څارني منسوبینو له لوري ونیول سول او د قانون پلي کېدو په موخه د ننګرهار ګمرک ریاست ته ولېږدول سوه.
د بهرني ټرانزیټ د کړنلاري له مخي ټولي ټرانزیټي محمولې چي د افغانستان له خاوري تېرېږي باید له تخلیې او نورو بدلونونو پرته په ټاکل سوې موده کي له مربوطه ګمرک څخه ووځي.
