ډنډپټان ګمرک کي د صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله سوه
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل د پکتیا ولایت د ډنډپټان په ګمرک کي د صادراتي توکو لپاره انالوګ تله فعاله او ګټی اخیستني ته وسپارله.
یاده انالوګ تله د صادراتي توکو دقیق وزن معلوموي، چي له دې سره به د ملي عوایدو له ضایع کېدو او اضافه وزن څخه مخنیوی وسي.
د یادوني ده، چي یاده تله (۱۸) متره اوږد والی لري، چي کارونه یې د یو افغاني شرکت له لوري تر سره سوي دي.
