ګمرکونو کي بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته د بشري مرستو په تړاو د مالیې وزارت معافیتونه
د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کي ټولو بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چي د بشر دوستانه مرستو په برخه کي فعاليت کوي ګمرکي معافیت ورکړل سوی.
په تېرو پینځلس مياشتو کي د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لاري بشردوستانه مرستو ته چي معافيت ورکول سوی دئ شمېر یي (۴۱۳۰۶) محمولو ته رسېږي، چي مجموعي وزن یي (۱،۰۶۱،۵۶۰) ټنه او ګمرکي ارزښت یې (۱۶۴) میلیارډه افغانۍ کیږي.
د دغو توکو په معافیت سره مالیې وزارت تر دې مهاله (۲۳.۳) میلیارډه افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.
په افغانستان کي مېشتو بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته د مالیې وزارت له لوري ورکړل سوي ګمرکي معافیت ته په کتو د سیګار وروستی راپور یو ځل بیا ناسم ثابتېږي، چي د امریکا کانګریس ته یې په افغانستان کي د بهرنیو بسنټونو او انجوګانو څخه د مالیاتو د اخیستلو په تړاو ناسم معلومات وړاندي کړي وو.
مالیې وزارت په افغانستان کي مېشتو بهرنیو بنسټونو ته د دوی د بشري فعالیتونو د ترسره کولو په برخو کي د پام وړ مالیاتي اسانتیاوي رامنځته کړي او د بشري مرستو د لېږد او عادلانه وېش په برخو کي له یادو بسټونو سره په ترسره کړو ژمنو ولاړ دئ.
