بودیجې د لګښتونو په اړه د خزاینو لوی رئیس او د ولایتونو د مستوفیانو ترمنځ ناسته وسوه.
د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په مشرۍ د بودیجې د لګښتونو په اړه د ولایتونو له مستوفیانو سره ناسته ترسره سوه.
په دغه ناسته کي چي د مالیې وزارت یو شمېر مسؤلینو او د ۳۴ ولایتونو مستوفیانو ګډون کړی وو، د روان ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې د لګښتونو په تړاو خبري وسوې او مستوفیتونو ته د ورکړل سوي کاري طرزالعمل مطابق د ترسره سویو مالي اجرآتو څېړنه او ارزونه وسوه.
همدا راز د ملي بودیجې د لګښتونو په سم مدیریت، د غیر ضروري لګښتونو په مخنیوي، له طرزالعمل سره سم د مالي کال وروستيو اجرآآتو، د راتلونکي مالي کال د بودیجې اړوند د مستوفیانو په وړاندیزونو او د مستوفیتونو په ستونزو خبرې، ځیني موضوعاتو ټینګار او بحثونه وسول.
په پای کي د مستوفیانو په غوښته هوکړه وسوه تر څو د چارو د ښه مدیریت او ظرفیت لوړوني په موخه د راتلونکي مالي کال په جریان کي د مستوفیتونو کارکونکو ته روزنیز ورکشاپونه ترسره سي.
