Communication and Media Specialist
Publish Date
Closing Date
About Ministry of Finance:
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست د مالیې وزارت اصولو، لاسته راوړنو، پرېکړو، نړیوالو اقتصادي تعاملاتو، ورځنیو فعالیتونو او راپورونو ته ريښتنی انعکاس ورکوي او د خپل هیواد ترڅنګ يې په نړیواله کچه هم خپر
Job Description:
دا چي مالیې وزارت په ورځنیو مالي چارو کي له نړیوالو اقتصادي او مالي بنسټونو سره تعامل لري او د دوی ترمنځ د دوه اړخیزو مسایلو شریکولو، تحلیلولو او ارزولو ته اړتیا پېښیږي؛ نو پر همدې اساس د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست غواړي چي یو تن وړ، مسلکي او پر انګلیسي ژبه پوره مسلط شخص د یاد ریاست د موخو د ترلاسي لپاره په (NTA) بست کي په دنده وګماري؛ په لاندېنیو شرایطو برابر کسان دي په لنډ ډول خپله (CV) یا د سوانحو خلاصه وړاندي کړي
دندي او مسؤوليتونه:
د نړیوالو رسنیو، بنسټونو، سازمانونو او هيوادونو د ویب سایټونه او اجتماعي پاڼو څخه ورځنی نظارت کول
د مالیي چارو اړوند روزانه د بهرنیو رسنیو، هيوادونو او ارګانونو راپورونو کتل؛ مسلکي تحلیلول، ملي ژبو ته يې ژباړل او پايله يې د اړیکو او عامه پوهاوي رياست سره شريکو
د همدغه راپورونو په هکله د ماليې وزارت دريځ په ملي او انګلیسي ژبه باندي لیکل
د ماليې وزارت اړوند اعلاميې، راپورونه، خبرونه، تشویقي شعارونه، سکریپټونه، مقالې، ويناوي او خبرتیاووي اصلاح، تحلیل او د خپرولو لپاره مسلکي انګلیسي ژبي ته ژباړل
د ریاست د ضرورت اړوند انګليسي متنونه په مسلکي توګه پښتو او دري ته؛ او له دري او پښتو څخه و انګلیسي ته ژباړل
د مالیې وزارت اړوند د چاپي موادو د انګلیسي برخي بیا کتنه او تصحیح کول
د مالیې وزارت اړوند انفوګرافیک او ګرافیک انمیشن ویډیو ګانو په تولید کي مسلکي مشورې ورکول
د ادارې د صلاحیت لرونکي شخص له لوري د قانون په چوکاټ کي د هدایتونو اجراء کول
Job Requirements:
د ژورناليزم، اقتصاد، عامه ادارې، حقوق او سیاسي علومو، ادبیاتو او يا هم دې ته نږدې مسلک کي ماسټر يا حد اقل ليسانس درلودل
د ملي ژبو (پښتو او دري) تر څنګ په انګلیسي ژبه کي په مسلکي شکل برلاسی درلودل
ملي او نړيوالو مطبوعاتو او همداراز مطبوعاتي ژبي سره پوره بلدتیا درلودل
د راپور ليکني او ژباړي په برخه کي درې کاله کاري تجربه د ماستری سره او پنځه کاله تجربه درلودل د لسانس سره.
د لازمو کمپیوټري پروګرامونو کي پوره بلدتیا درلودل
Submission Guideline:
Qualified applicants are encouraged to submit their CVs with a detailed application letter and contact details, no later than 15 May, 2023 to below email.
Please clearly indicate “position name & vacancy number” in the subject line of email.
Do not attach your education and working experience documents.
Education: ژورناليزم، اقتصاد، عامه ادارې، حقوق او سیاسي علومو، ادبیاتو او يا هم دې ته نږدې مسلک کي ماسټر يا حد اقل ليسانس درلودل
Years of Experience: د راپور ليکني او ژباړي په برخه کي درې کاله کاري تجربه د ماستری سره او پنځه کاله تجربه درلودل د لسانس سره
Submission Email:
mohammad.nazir@mof.gov.af