د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره د دې وزارت د یو شمېر پروژو په بودیجوي مسایلو خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غبرګولي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي سره په مالیې وزارت کې وکتل او د لوړو زده کړو وزارت په بودیجوي موضوعاتو او د یو شمېر پروژو د طرح او ډیزاین په اړه یې ور سره بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په بودیجوي موضوعاتو، د یو شمېر پروژو په طرح او ډیزاین او بودیجوي ستونزو په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې یو شمېر تحصیلي بنسټونه، پوهنتونونه او اړوند اداري ودانۍ جوړې کړي، مالیې وزارت باید د نظر وړ بودیجه چمتو او له هغو تمویلوونکو سره چې په دې برخه کې یې د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ ژمنه کړې مرستې جلب او ورسره خبرې وکړې څو هغوې خپلې ژمنې په دې برخه کې عملي کړي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې د یادو بنسټونو او پوهنتونونو لپاره دې دوه ډوله طرحه ډیزاین د ګرمو او سړو سېمو لپاره جوړ شي او ډیزاینونه دې په نورو ولایتونو کې هم پلي شي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو ته په پام سره زموږ اساسي لومړیتوب د کرونا ویروس او د دې ویروس له زیانونو سره مبارزه ده. نوموړي زیاته کړه هغه پیسې چې حکومت یې تر لاسه کوي له کرونا ویروس سره مبارزې ته یې ځانګړې کوي، له دې سره سره لوړې زده کړې ډیرې مهمې دي او د حکومت لومړیتوب جوړوي موږ هڅه کو څو شته امکاناتو ته په کتو سره په دې برخه کې لا تاسو سره همکاري وکړو.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د پوهنتونونو او تحصیلي برخو د جوړیدو څرنګوالی باید د خلکو اړتیاو او د کار بازار له لومړیتوبونو سره ورته والی ولري او د زده کړې کیفیت معیاري او لوړ وي چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د تایید او موافقې وړ وګرځید.

خبر

د دې ناستې په پای کې پریکړه وشوه څو د مالیې وزارت د بودیجې لوی ریاست، د دې وزارت د مرسته انسجام اداره او د لوړو زده کړو وزارت تخنیکي ټیمونه دې ناسته وکړي او د یادو ودانیو د طرحې او ډیزاین د بودیجوي ستونزو د حل څرنګوالي او د مرسته کوونکو د مرسته جلبولو او همغږۍ په اړه دې بحث او خبرې وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS