د راتلوونکي مالي کال د بودیجې په طرحه کې د تخار ولایت د خلکو اړتیاوو او لومړیتوبونو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته وشوه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۱۳:۴۵
خبر

د راتلوونکي مالي کال د بودیجې په طرحه کې د تخار ولایت د خلکو اړتیاوو لومړیتوبونو شاملولو په موخه د وږې میاشتې په ۱۶ مه نېټه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته د یاد ولایت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د تخار والي، د مالیې وزارت استازي، د ولایتي شورای او علماوو شورای غړو، د مدني ټولنو استازو او د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د تخار والي ښاغلي استاد عبدالحق شفق، د ناستې د هرکلي ترڅنګ وویل:" حکومت پرېکړه کړې ده، چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې متوازنې پراختیا ته لاره هواره کړي، له همدې کبله یې د پراختیایي پلان پرېکړه د خلکو په واک کې ورکړي ده، څو خلک وکولی شي له همدې لارې خپل لومړیتوبونه وټاکي او له حکومت سره یې شریک کړي او حکومت له سرچینو څخه په ښه توګه ګټه واخلي او په ټولو ولایتونو کې متوازنه پراختیا رامنځته کړي."

خبر

د مالیې وزارت په استازیتوب ښاغلي میر فردین احمدي، د ملي بودیجې جوړونې په بهیر کې له حکومت سره د خلکو د مشوري په اړه وویل:" د روڼتیا او حساب ورکړې، متوازنې پراختیا ته د رسېدو، غوره خدمتونو وړاندې کولو، ښې حکومتولۍ ته د لاسرسي او په ټول هیواد کې د متوازنو او اغېزمنو مالي سرچینو ځانګړي کولو په موخه د سیمه ایزې حکومتولۍ پیاوړي کول د دولت له ستراتېژيکو موخو شمېرل کېږي. هغه زیاته کړه؛ مالیې وزارت د ملي بودیجې جوړونې په بهیر کې له خلکو سره مشورتي ناستې په شان، یو لړ اقدامات او ریفورمونه په پام کې نیولي دي، څو د خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وشي او خلک ځان د حکومت په هنداره کې وویني."

د ولایتي شورای منشي ښاغلي محمد اعظم افضلي، د بودیجې جوړونې په لاره کې د خلکو د نظرونو او لیدلوري راغونډولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا ډول بهیرونه په ملي بودیجه کې د لومړیتوبونو شاملېدو او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن راکمېدو سبب ګرځي.

د تخار ولایت مستوفي ښاغلي غلام مصطفی قدوس، د بودیجې د پړاوونو، د بودیجې جوړونېد تګلارې او د پروګرامونو پر بنسټ بودیجه باندې خبرې وکړې، زیاته یې کړه؛ چې د افغانستان حکومت د غیر متمرکزي پرېکړې نیونې په پیلېدو سره په ملي بودیجه کې د سیمو له کچې د اړتیاوو شاملولو په موخه چې له لاندې په لوړه د بودیجې جوړونې سیستم عملي کړي او خلک د هیواد د ملي بودیجې په جوړونه کې ځان شامل وویني ګام پورته کړ. نوموړي له کاري شریکانو څخه غوښتنه وکړه چې د دې پروګرام په بریالي کولو کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

خبر

همدا شان په دې ناسته کې د پروژو د ټاکلو په اړه معلوماتي پریزینټېشن هم وړاندي شو او هرې ولسوالۍ په کاري ګروپونو کې د خپلې سیمې لومړیتوب لرونکي پروژې وټاکلې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د مراسلاتو په لېږد کي نوښت رامنځته سو

د غويي ۱۳مه۱۴۰۵ هـ.ل 
د مالیې وزارت د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د دغه وزارت د اداري مراسلاتو د استولو په لارو چارو کي نوښت رامنځته کړی، چي د اړوندو اداري مکتوبونو تبادله کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

BACK TO NEWS