د افغانستان مالي سکتور د پیاوړتیا او د اقتصاد د بیا رغونې لپاره د نړیوال بانک لخوا د ۱۰۰ میلیون ډالرو نوې مالي مرسته

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۱:۵۱
خبر

د نړیوال بانک مدیره پلاوي لخوا نن د تلې میاشتې په ۸ مه نېټه په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالره نوې مالي مرسته په داسې حال کې تصویب شوه چې اوس مهال دغه هېواد د کوويډ-۱۹ ویروس د ناوړه اقتصادي اغېزو څخه راوځي.

دغه وړیا مالي مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا چې د نړۍ له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده، چمتو شوې او ټاکل شوې چې "د افغانستان مالي سیستم د پیاوړتیا پروژې" له لارې د افغانستان بانک د وړتیا لوړونې او د مالي مقررارتو په تطبیق کې د دې بانک څارونکی رول پياوړی کولو او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګول شي. دا پروژه به په ځانګړې توګه له افغانستان سره مرسته وکړي څو د بیمې لپاره د تضمین سیستم، یو شمېر مالي سیستمونه لکه د پورونو او عامه اعتباراتو ثبت، د وثایقو او رهني حقوقو ثبت پیاوړې کړي او په د افغانستان بانک کې د معلوماتي تکنالوژۍ سیستم په یو پرمختللي او مدرن سیستم واړوي. د دې پروژې تطبیق به د افغانستان د مالي‌ نظام ثبات پياوړی کړي‌ او د مالي مینځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا پروژه به له مالیې وزارت سره مرسته وکړي‌ څو د کوچنیو او منځنیو شرکتونو لپاره یو شمېر اسانتیاوې د پورونو او مالي سرچینو په برخه کې رامینځته کړي او په دې توګه به له هغوی سره تخنیکي مرستې زیاتې شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS