د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۹:۲۴
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۱۲ مه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت مدیره پلاوي ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د یاد مدیره پلاوي غړو حضور درلود، د انرژۍ په سکټور کې د لا زیاتو اصلاحاتو په پلي کېدو او د مالیې وزارت د ونډې زیاتوالي په توګه د افغانستان د برېښنا په شرکت باندې د دې وزارت د پورونو په بدلېدو چې د اسیا پرختیایي بانک له وړیا مرستو څخه دي او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظر تبادله وشوه.

په پای کې د مالیې وزارت د ونډې زیاتوالي په توګه د افغانستان د برېښنا په شرکت باندې د دې وزارت د پورونو په بدلېدو وکړه وشوه او ټاکل شوې ده، چې د نظر غوښتنې لپاره د اسیا پراختیایي بانک ته ولېږدول شي.

خبر

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت د ونډې زیاتوالي په توګه د افغانستان د برېښنا په شرکت باندې د دې وزارت د پورونو بدلول او د انرژۍ په سکټور کې اصلاحات له نړیوال بانک سره د افغانستان د حکومت له ژمنو څخه دي، چې د دې ژمنې له پوره کولو سره حکومت کولی شي۲۰ میلیونه امریکایي ډالره تشویقي مرسته له یاد بانک څخه ترلاسه کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS