د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) له افغانستان سره ۲۱.۳ میلیارده افغانیو مرسته کوي

د المان حکومت له افغانستان سره پراختیایي همکاریو ته دوام ورکوي
مجازي کنفرانس، ۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې لسمه نېټه – د ۱۳۹۹ کال لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت او المان فدرالي جمهوریت ترمینځ د پراختیایي همکاریو په اړه د حکومت خبرې اترې په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) ژمنه وکړه چې په ۱۳۹۹ کال کې به شاوخوا ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ (۲۴۰ میلیونه یورو) مالي او تخنیکي همکاریو لپاره پانګونه وکړي. نوره مرسته به BMZ په مستقیمه توګه نادولتي سازمانونو ته ورکوي او پر دې سربېره به د المان فدرال د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ثبات ټینګښت د پروژو لپاره تر ۱۶ میلیارده افغانۍ (۱۸۰ میلیونه یورو) او همدارنګه په ۲۰۲۰ کال کې د بشردوستانه مرستو لپاره ۱.۷ میلیارده افغانۍ (۱۹.۴ میلیونه یورو) مرسته کوي. له دې کار سره به المان په ۱۳۹۵ کال کې د خپلې همکارۍ ژمنه چې په بروکسل کنفرانس کې یې کړې وه چې المان به په ټولنیز ډول هر کال په ملکي برخه کې ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته کوي، پوره کړي.
د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت په برخه کې د المان فدرال دولت سکرټر ښاغلي مارټین ییګر وویل، « د افغانانو نارینه او ښځینه، هلکانو او نجونو ژوند ښه کول د موږ ګډ هدف دی. موږ په ګډه سره هڅه کوو څو دندې رامنځته کړو، د لوږې او بیوزلۍ سره مبارزه وکړو، افغاني ارګانونه پیاوړي کړو او زېربناوې جوړې او ساتنه یې وکړو.» د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري به په سوله ییز او ټول شموله ټولنو، د ښو دندو لپاره روزنې او دوامداره ودې او همداراز د اقلیم او انرژۍ په برخه کې د موږ د سیارې پر مسؤلیتونو باندې تمرکز کوي.
دا سږ کال، د افغان او المان حکومتونو ترمنځ د بودیجې ورکولو دویمه ژمنه ده. لا دمخه د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په میاشت کې، المان له پلان څخه وړاندې د ۲۴۰ میلیونه یورو له مجموع څخه ۵.۷۷ میلیارده افغانۍ (۶۹.۸ میلیونه یورو) مرستې ژمنه کړې وه ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي چې افغانستان د کورونا ناروغي (COVID-19) سره مبارزه وکړي. په دې کې ۳.۳ میلیارده افغانۍ (40 میلیونه یورو) د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) سره مرستې په توګه شامله ده. د جینیوا دوه اړخیزه حساب ورکولو کاري چوکاټ (GMAF) کې ټاکل شویو ژمنو ته د لاسرسي په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت د تر سره شویو پرمختګونو له مخې او سږ کال د COVID-19 او سولې خبرو اترو په لړ کې د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره، المان اوس مهال ARTF ته د ۴.۹ میلیارده افغانۍ (۵۵ میلیونه یورو) اضافي بودیجه ځانګړې کوي، چې په ۱۳۹۹ کال کې د ARTF ټولټال مرسته ۸.۴۶ میلیارده افغانۍ (۹۵ میلیونه یورو) کېږي، پاتې نورې پیسې به له بودیجې څخه بهر میکانیزم له لارې ولیږدول شي.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست، ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وویل، «المان د افغانستان لپاره دویم لوی تمویلوونکي په توګه، له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته دوره کې د افغانستان په بیارغونه کې کلیدي رول لوبولی دی. د افغان جرمن همکارۍ پروګرام د موږ د ګډې پراختیایي اجنډا په پلي کولو کې د پام وړ لاسته راوړنو کې برخه اخیستې ده.
ښاغلي پیګر، د المان لوري ټینګار وکړ، چې المان به د افغانستان او افغانانو د پرمختګ لپاره د باور وړ اوږدمهاله همکار وي. ښاغلي مارټین ییګر، روشانه کړه، «افغانستان او المان کولای شي ۱۰۰ کاله پخوانۍ ملګرتیا ته له سره کتنه وکړي. که شرایط سم وي، المان به د سولې، ټول شموله او دوامداره پرمختګ او ډیموکراسۍ په لاره کې د افغانستان ملګری او همکار وي.»
په ۱۳۹۷ کال کې د دولتونو ترمنځ له وروستیو خبرو اترو راهیسې، د افغان-جرمن د پراختیا همکارۍ تمرکز ساحې درې نويو لویو موضوعاتو ته ځانګړي شوي. اوس، په دغه لومړیتوبونو کې سوله ییز او ټول شموله ټولنې، د ښو دندو لپاره روزنه او دوامداره پرمختګ، د اقلیم او انرژۍ له پلوه زموږ د سیارې مسؤلیت او همدا راز د دې لومړیتوب لرونکو ساحو څخه پرته نوره همکاري شامله ده. په دغه برخو کې د المان د پراختیایی همکاریو فعالیتونه د حکومتي نهادونو ظرفیت لوړول، له فساد سره مبارزه کول، قانون ته لاسرسی، د تصمیم نیولو په پروسو کې د وګړو ښکېلول، د افغانانو ترمنځ لېوالتیا او ټولنیز پیوستون رامنځته کول او دوامداره عایداتي فرصتونه برابرول شامل دي. پر دې سربېره، د دغه لومړیتوبونو موخه د اوبو کموالي سرچینو مدیریت، د ځنګلونو سمسورتیا او د طبیعي سرچینو دوامداره کارونې له لارې د نوي کېدونکي انرژي ویش ته وده او د اقلیم د بدلون سره ځان عیارول دي.
ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وویل، «د سولې راوستل د افغانستان د خلکو او حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه یو لومړیتوب دی. د خلکو، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او نړیوالو همکارانو قربانیو څخه مننه کوم. حکومت د باور جوړونې بې ساري اقداماتو سره سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده.»
د افغان جرمن همکارۍ د ژوند شرایط او د افغانانو د راتلونکو امکاناتو ښه کول دي. المان د ښې حکومتولۍ، د بنسټونو پیاوړي کولو او اداري فساد پروړاندې مبارزې ژمنو ته تمه لري. پر دې سربیره، دا تمه هم لري چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو، اقلیتونو او هغه ډلې چې په خطر کې دي، بشري حقونه او لومړنۍ آزادي یې خوندي او تقویه شي، ترڅو ټول خلک وکولای شي د تېرو ۱۹ کالونو اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او پرمختیایي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي.
د دغه اصولو پربنسټ، آلمان د ځان بسیاینې په لاره کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي. دغه موخې په بشپړ ډول د افغانستان د لومړیتوب لرونکو پالیسیو سره سمون لري، لکه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي کاري چوکاټ او ملي لومړیتوب پروګرامونه. آلمان هم غواړي چې د هیلسنکي همکارۍ نوی کاري چوکاټ (HPF) په پام کې ونیسي چې له نورو مرستندویه ادارو او د افغانستان له حکومت سره د ۱۳۹۹ کال په لیندۍ میاشت کې په ګډه موافقه وشي. دواړو خواوو په یادې موافقې ټینګار وکړ چې د اصلاحاتو عمده برخې په ګوته کوي او بیا یې د دوه اړخیزه حساب ورکونې اصول عملي کوي. المان به دغه ډول اصلاحاتو په لور د پرمختیایي همکارۍ تمویل ته دوام ورکوي. په هغو برخو کې چې د اصلاحاتو پرمختګ لپاره هیڅ شواهد نه ښیې، کېدای شي چې خپله مرسته کمه یا بنده کړي.
همدا شان د المان لوري ټینګار وکړ، چې د المان پراختیايي همکارۍ له لوري د هرډول نوې پانګونه مخکي شرط، په سراتېژیو او عملیاتي هوکړو او له همکارو مؤسسو سره د هوکړه لیکونو په ساتلو پوري اړه لري او په ټولو زېربنایي پروژو کې شامل او اجباري دي.