افغانستان او نړیوال همکاران د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس ته تیاری نیسي
کابل، د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر ۶مه - نن په رسمي ډول افغانستان او نړیوالو همکارانو د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال کنفرانس ته تیارۍ پیل کړ چې ټاکل شوې د نوامبر د میاشتې په ۲۳ مه او ۲۴ مه نیټه د جینیوا په پالیز ډیس نیشنز (Palais des nations) کې ترسره او مشري به یې په ګډه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، د فنلنډ د حکومت او د ملګرو ملتونو لخوا وشي.
د پرانیستې په مراسمو کې چې د پلازمینې په چارچینار ماڼۍ کې تر سره شول، د ۷۰ څخه زیاتوهیوادونو او نړیوالو سازمانونو او همدارنګه د مدني ټولنو استازو په مجازي او یا فزیکي ډول حضور درلود.
د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د انتقال د لسیزې (۲۰۱۵-۲۰۲۴) د ژمنو وروستی کنفرانس دی، چې موخه یې پرځان د بسیا کیدو پرلورد دغه هیواد پرمخ بیول دي او تمه کیږي، چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان د پرمختتیا او ثبات په تړاو د نړیوالې ټولنې او افغانستان ژمنې تازه شي.
اصلي کنفرانس به د نوامبر په ۲۴مه نیټه ترسره شي خو د افغانستان په عمده ننګونو اولاسته راوړنو به له کنفرانس څخه یوه ورځ وړاندې په فرعي ناستو کې بحثونه وشي.
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل: " د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د مرستو اغیزمنتوب او دوه اړخیزې حساب ورکونې ته د ژمنتیا لپاره – همدارنګه د روڼوالي، مشروعیت او اغیزمنتیا د ودې لپاره یو ځانګړی فرصت برابروي. د دوه اړخیزې حساب ورکونې په اړه پرمختګ خورا مهم دی. دواړه، د افغانستان دولت او زموږ نړیوال همکاران باید خپل ځان او یو بل د پرمختیايي سرچینو د کارولو او د پراختیایی پایلو لپاره مسؤل وګڼي."
افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په اقتصادي او ټولنیز ډګر او همدارنګه د ډیموکراټیکو بنسټونو، حکومتولی، او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او لږکیو ته د رسیدنې په برخه کې ریښتینی پرمختګ کړیدی. افغانستان او نړیوال همکاران یې اړتیا لري چې دغه لاسته راوړنې وساتي.
ولسمشرغني په یوه ثبت شوې پیغام کې وویل: " دې کنفرانس ته د چمتووالي بهیر موږ ټولو ته یو فرصت په لاس راکړ، څو د افغانستان د تیر، حال او راتلونکي پراختیایي لارې په تړاو مفصل او جامع بحثونه وکړو. په ځانګړي توګه به دغه کنفرانس افغان ولس ته له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د دوامداره ګډون او ملاتړ ښودلو روښانه او غوره فرصت وي. په پالیسی جوړولو او پلي کولو متمرکزي زموږ ګډې او پرلپسې رغنده خبرې به تر دې کنفرانس او له دې کنفرانس څخه وروسته دوام وکړي. "
دغه کنفرانس به د افغانستان د سولې او پرمختیا د ملي چوکاټ (ANPDF-II) دویمه بڼه چمتو کړي چې له ۲۰۲۱-۲۰۲۵ کاله پورې د پرمختیا لیدلوری، ستراتیژي او پلان برابروي، چې پردریو برخو مارکیټ، دولت او سولې رامنځ ته کولو را څرخي او د مرستو د څرنګوالي لپاره به یو نوی بنسټ رامنځ ته کړي.
یاني تالاس د افغانستان د ۲۰۲۰ پرمختیایي کنفرانس په چارو کې د فنلند هیواد ځانګړي استازي وویل: " د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس لپاره چمتووالی زمونږ له ګدو کوربو، د افغانستان له دولت او یوناما، سره په ښې همکارۍ او ښه توګه روان دی. پدې غیر معمولي وخت کې، دا له بل هر وخت څخه ډیره مهمه ده چې، پراختیایی همکاران د افغانستان خلکو سره خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا هیواد د اوږدمهاله پرمختګ، سولې، سوکالۍ او په ځان بسیاینې په لور روان دی. "
په دوحه، قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمینځ د سولې د وروستیو خبرو له پیل سره، د افغانستان او د دې هیواد د خلکو لپاره نوي فرصتونه او امیدونه شتون لري.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، دیبرا لاینز وویل: " لکه څرنګه چې په دوحه کې د سولې د خبرو مهم پرمختګ روان دی، نړیواله ټولنه له افغانانو سره د جګړې د پای ته رسولو او د ثبات، سالمې حکومتولۍ او پراخه اقتصادي فرصتونو سره د غوره راتلونکي جوړولو لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کوي. "
تمه کیږي چې له ۷۰ څخه ډیر هیوادونه، نړیوال سازمانونه، د افغان حکومت چارواکي او د مدني ټولنې استازي په دې کنفرانس کې برخه واخلي.
د کویډ ۱۹ وبا له کبله به دغه کنفرانس په ترکیبي ډول ترسره شي. د کنفرانس ګډون والو ته به د آنلاین برخې اخیستنې اسانتیاوې برابرې شي او غونډه به د ویب سایټ له لارې په ژوندۍ بڼه د لاسرسي وړ وي.
د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله د سفراو یوځای راټولیدلو روانو محدودیتونو ته په پام سره د کنفرانس اړوند نور معلومات به د کنفرانس نیټې ته په نږدې کیدلو سره د لاسرسي وړ وي.
کنفرانس ته د رسنیو ورپیژندل کیدلو بهیر به د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې پیل شي او د رسنیزو غونډو د څرنګوالي په اړه به نور معلومات وروسته اعلان شي.
