د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې استماعیه ناستو دوام

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۴:۱۷
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ د لړم میاشتې په لوموۍ نېټه د استماعیه ناستو په دوام، د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د طرحې استماعیه ناسته د مالیې په وزارت کې تر سره شوه.

په دې ناسته کې چې د بودیجې د کمېټې غړو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی وو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د سېمه ایزو ارګانونو ادارې د شاروالۍ معینیت، د استندرد ملي ادارې او د مصالحې عالي شورا خپلي بودیجوي اړتیاوې ناستې ته وړاندې کړې، چې د بودیجې د کمېټې له لورې پرې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل، چې دولتي ادارې باید د بودیجوي اړتیاوو وړاندې کولو پرمهال د روڼتیا اصل، د غیر اړینو لګښتونو مخنیوی، د خلکو ستونزو ته رسېدل او د حکومت پراختیایي لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

خبر

د یادونې وړده، چې په استماعیه ناستو کې دولتي ادارې خپلې بودیجوي اړتیاوې وړاندي کوي او د بودیجې کمېټه یې د مالي امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې د ملي بودیجې په طرحه کې شاملوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي سو

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت په جومات کي د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي کړ.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول سول!

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱،۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود د اړوندو ادارو د با. . .

BACK TO NEWS