د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونو د مدیریت کمېټې د رهبرۍ ناسته جوړه شوه
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونو د مدیریت کمېټې د رهبرۍ ناسته د لړم میاشتې په ۱۹ مه نېټه د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبالهادي ارغندیوال په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د اقتصاد وزارت سرپرسته اغلی ډاکټره کریمه حامد فاریابي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سرپرست ښاغلي ډاکټر سید حشمت الله هاشمي، د عدلیې وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد ګلزي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعودالله اوریاخیل ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د ګمرکونو او تدارکاتو د کدرونو په انکشاف بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ناستې له هر اړخیز بحث وروسته د ګمرکونو او تدارکاتو د کدر معاشونه د معاشونو د نوی پالیسۍ سره سم چې له نړیوال بانک سره د افغانستان حکومت له ژمنو څخه ده، منظورکړ.
د یادې ژمنې له پوره کولو سره به د افغانستان حکومت له نړیوال بانک څخه ۲۰ میلیونه امریکایې ډالر تشویقي مرسته تر لاسه کړي.
