د ازادې سیالۍ له لارې د مالیې وزارت ۱۸ تنه نویو ګمارل شویو رئیسانو پېژندنه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۹:۱۶
خبر

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د لېندۍ میاشتې په ۱۶ مه نېټه د مالیې وزارت ۱۸ تنه نوي ګمارل شوي رئیسان چې د ازادې سیالۍ له لارې یې د دې وزارت لوړ رتبه بستونو ته لار موندلې وه، د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد غلام ملاخېل له لوري د جمهوري ریاست د حکم په لوستلو سره د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

په مراسمو کې چې په همدې مناسبت د مالیې وزارت په خیبر هال کې ترسره شول، د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي محمد ناصر صدیقي او یو شمېر رئیسانو او د مالیې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزیر وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ په داسي ناسته کې ګډون کوم، چې یو شمېر هیوادوال د ازادې سیالۍ له لارې او په خپله وړتیا د ټولنې له منځه د مالیې وزارت لوړ پوړو بستونو ته لار پیدا کړي او موږ د اصلاحاتو پلي کولو، د رڼو ملي عوایدو راټولېدو، حساب ورکړې او له فساد سره مبارزې ته ژمن یو او په دې لاره کې مو کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د کورنیو عوایدو په برخه کې له لوړې وړتیا برخمن دی چې موږ کولی شو له دې لارې په لنډه موده کې خپله ټوله عادي بودیجه برابره کړو او په اوږدمهاله موده کې خپله ټوله پراختیایي او عادي بودیجه له کورنیو عوایدو تمویل کړو. د هیواد د مالیې وزیر وویل، چې موږ ژمن یو چې د مالیې وزارت د ورودي کچې او لوړ پوړي بستونه، تش او حکمي ازادې سیالۍ ته وړاندي کړو او د استخدام په برخه کې رڼه پروسه ترسره کړو، چې دغه اصل کولی شي موږ اقتصادي ځان بسیاینې، د فساد مخنیوي او د وړ او ژمنو کسانو ګمارلو تر موخو ورسوي.

خبر

 د دې پروګرام په پای کې د رسنیو په وړاندي د مالیې وزیر له لوري نویو ګمار شویو کسانو ته قسم ورکړل شو، چې په ټوله ریښتینولۍ او ایماندارۍ سره د اساسي قانون او ملکي خدمتونو له قانون سره په مطابقت خپل مسئولیت او دنده ترسره کړي، چې ټولو په یوه غږ ژمنه وکړه، چې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به خپلې ټولې ورسپارل شوې دندې په صداقت او ایماندارۍ ترسره کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS