د مالیې وزیر په افغانستان کې د ناروې له سفیر سره وکتل
د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر ښاغلي انډریس لینډمن، سره د مالیې په وزارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې لومړی د ناروې هیواد سفیر د مالیې ښاغلي وزیر ته د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي ورکړه او هیله یې وښوده، چې دا کنفرانس په افغانستان کې د اقتصادي ټیکاو سبب وګرځي او ترڅنګ يې د دواړو لوریو ترمنځ د جینوا په کنفرانس کې د افغانستان له لوري په ورکړل شویو ژمنو، د سولې بهیر او په هیواد کې یې پر اغېز، د کرونا ناروغۍ په منفي تاثیراتو، د افغانستان په اقتصادي مسایلو، د مالیې په وزارت کې د اصلاحاتو په راوستو، د پراختیایي پروګرامونو په موخو، په دولتي ادارو کې د ښځو په اغېزمن ګډون او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د جینوا په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ناروې هیواد له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې د مالیې په وزارت کې د کوټلو اصلاحاتو په پلي کولو د ناروې سفیر ته معلومات ورکړل.
