د ۱۴۰۱مالي کال په ملي بودیجه کې د کاپیسا ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته وشوه
د مالیې وزارت تخنیکي ټیم د سلواغې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ۱۴۰۱مالي کال په ملي بودیجه کې د کاپیسا ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره مشورتي ناسته د یاد ولایت په مقام کې جوړه کړه.
په دې ناسته کې د کاپیسا ولایت مستوفي ښاغلي احمد امید توکلي، د کاپیسا ولایت مالي او اداري مرستیال ښاغلي عزیزالرحمن تواب، قومي مخورو، د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو استازو، مدني فعالانو، د دې ولایت رئیسانو، عامو خلکو او یو شمېر نورو اړوندو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د کاپیسا مستوفي ښاغلي احمد امید توکلي، له کابل څخه د مالیې وزارت ټیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د بودیجې په شاخصونو، لګښتونو او روڼتیا خبرې وکړې. ده زیاته کړه چې هیواد د ملي بودیجې جوړښت او لګښت تر بل هر وخت د روڼتیا پر لور روان دی. هغه زیاته کړه، چې رڼه بودیجه بېوزلي راکموي او د حکومت او ولسونو ترمنځ واټن راکوي.
د کاپیسا ولایت مالي او اداري مرستیال ښاغلي عزیزالرحمن تواب، د دې ولایت د خلکو په لومړنیو او د اړتیا وړ پروژو په بیانولو سره وویل، چې د خلکو له خوا راوړل شوې پروژې دي پر خپل ټاکلي وخت بشپړي شي، ځکه په دې سره د خلکو او حکومت ترمنځ باور زیاتېږي. نوموړي وویل چې موږ د خلکو نظر شریکولو ته لومړیتوب ورکوو او د پروژو ټاکل اړین بولو.
د کاپیسا والي ښاغلی عبداللطیف مراد، د دې ناستې په وروستۍ برخه کې ګډون وکړ او د ګروپي کار له ټیمونو سره یې خپل نظرونه شریک او دوی ته یې لازمې لارښوونې ورکړې.
همدان شان د مالیې وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، په دې اړه هر اړخیز پریزینټېشن هم وړاندې شو او ګډونوالو ته اړین معلومات ورکول شول. د دې ترڅنګ د کاپیسا ولایت د خلکو نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې هم واورېدل شوې او پوښتنو ته یې ځوابونه وویل شول.
