د اسلام کلا په ګمرک کې د اور لګيدنې تازه جزیات

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۹:۳۴

د مالیې وزارت له لوري اسلام کلا ګمرک ته د لېږل شوي تحقیقاتي پلاوي له خوا ترلاسه شویو وروستیو معلوماتو پر بنسټ، که څه هم له دې پېښې د رامنځته شویو زیانونو په تړاو کوم کره معلومات نه شته خو له نېکمرغه اور لګېدنه مهار شوې. بل خوا د مختلط پلاوي په ترکیب کې د هرات ولایت مقام، د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسه او د اړوندو ادارو مسؤلین شامل دي، دوی د رامنځته شویو زیانونو او پېښې څرنګوالي په موخه لېږل شوی وو، اوس مهال په سیمه کې شتون لري او د دوی له پلټنو وروسته به بشپړ جزٸیات د ټولنیزو رسنیو له لارې له خلکو سره شریک شي.

مالیې وزارت د سوداګرو د توکو د ګمرکي پړاوونو په ترسره کولو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه بدیل موقعیت (د روزنک او هرات محصولي ګمرک) په پام کې نیولي دي او ملي سوداګر کولی شي خپل وارداتي او صادراتي توکې له همدې لارو طى مراحل کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS