د اسلام کلا په ګمرک کې د اور لګیدنې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت اعلامیه

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۸:۵۳

په داسې حال کې چې د هرات د اسلام کلا په ګمرک کې د اور لګیدنې پیښه د مالیې وزارت او بیلابیلو ګمارل شویو ډلو له لورې تر نظارت لاندې ده ، درنو هیوادوالو او په ځانګړې توګه سوداګرو او زیانمن شویو اړخونو ته ډاډ ورکوو ، چې د دغې موضوع له څیړلو او د پایلو له روښانولو وروسته به ټول لازم اقدامات ترسره شي.

که څه هم په دغه زړه بوږنونکې پیښه کې سوداګرو ته زیات مالي زیان واوښت ،لسګونه نقلیه وسایط او سوداګریز مالونه یې د اور د لمبو خوراک او یو شمیر هیواد وال ټپیان شول؛ خو د اورلګیدنې له پیښې سره سم د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ د ژغورنې ټیمونه او د بحران کمیټه په وخت سره په عمل لاس پورې کړ، چې سلګونه باوروړنکي او ترانسپورتي نقلیه وسایط یې وژغورل. او په لسګونه هغه نقلیه وسایط چې د یو شمیر لوټمارو او فرصت طلبو افرادو له لوري نورو ځایونو ته انتقال شوي و د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او محفوظ ځای ته ولیږدول شول .

دا مهال د ژغورنې ټیمونه او له ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت موظفینو څخه تشکیل شویو امنیتي ځواکونو ساحه تر خپل پوښښ او کنټرول لاندې نیولې ترڅو د پاتې سواګریزو مالونو له چور او تالان څخه مخنیوی وکړي او یوه اندازه هغه سوداګریز مالونه چې د یو شمیر کسانو له خوا وړل شوي و د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او خاوندانو ته یې سپارل شوي .

د افغانستان اسلامي جمهوریت د دغې پیښې د څیړنې لپاره د بحران کمیټه چې له مختلط پلاوي څخه جوړه شوې ساحې ته استولې او د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د 1399/11/27 نیټې د 5112 ګڼې حکم په اساس د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ، دلوې څارنوالۍ مرستیال ، د پانګونې اوسوداګرۍ خونې رئیس ، دملي امنیت شورا د دفتر استازی، د ملي امنیت استازی، کورنیو چارو وزارت استازی، د صنعتکارانو د خونې رئیس، د ګمرکونو عمومي ریئسه، د ترانسپورتي اتحادې رئیس، او د هرات والي ددغه پلاوي د غړو په توګه مؤظف شوي ترڅو د یادې پیښې د څرنګوالي، د اوښتي زیان د ارزونې، زیانمنو شویو ته د رسیدنې، د ترسره شویو اجرااتو ارزونې او په راتلونکې کې له ورته پیښې د مخنیوي په موخه مشخصه طرحه او په دې اړه بشپړ راپور د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام ته وړاندې کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۱۸
Background image

له مالیې وزارت څخه د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د محصلینو علمي لیدنه

د غویي۱۶مه۱۴۰۵ هـ.ل
د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو، د یو شمېر استادانو په ملتیا د «علمي سیر» تر عنوان لاندي له مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د دې وزارت له بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ. . .

BACK TO NEWS