محمد رفیع تابع د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي نوی رئیس او ویاند معرفي شو

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۱۵
خبر

ښاغلی محمد رفیع تابع د مالیې وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم له مخې د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي د رئیس او ویاند په توګه نن د کب میاشتې په ۹ مه نېټه د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عالم شاه ابراهیمي له لوري چې د دفتر لوی رئیس ښاغلي عبدالخالق سرابي هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

د مالیې وزارت اداري مرستیال د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست او د ویاند دفتر د ارزښت بیانولو تر څنګ، نوي ګمارل شوي رئیس ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریا هيله وکړه او د دې ریاست کارکوونکو ته یې هدایت ورکړ چې په چارو کې ورسره لازمه همکاري وکړي.

د اړیکو او عامه پوهاوي نوي ګمارل شوي رئیس د مالیې وزارت د مشرتابه له باورڅخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ټولې اړوندې چارې به په پوره ایماندارۍ او صداقت سره پر مخ وړي.

خبر

د یادونې وړ ده چې ښاغلى تابع، د مسلکي عالي لوړو زده کړو درلودلو تر څنګ په ملي او نړیوالو رسنیو کې ۱۵ کلنه کاري تجربه لري او له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو اوعامه اړیکو ریاست د سرپرست په توګه یې دنده تر سره کوله.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS