د ګمرکونو عمومي رئیسې د ګمرکونو نړیوال سازمان (WCO) د روڼتیا فرعي کمېټې په ۲۰مه غونډه کې ګډون وکړ

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۹:۳۵
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلې امنې احمدي، د ګمرکونو نړیوال سازمان د روڼتیا فرعي کمېټې په ۲۰ دوه ورځنۍ ناسته کې چې د کب میاشتې په ۷ او ۸ مه نېټه جوړه شوې وه، د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. په دې غونډه کې په ګمرکونو کې د روڼتیا، تحلیل او ځواب ویلو اړتیاوو په موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او ویناوې وشوې.

دغه ناسته چې د ګمرکونو نړیوال سازمان، مرستیال سکرترجنرال ښاغلي ریکارډو تریونوچپا؛ لخوا پرانیستل شوه، د یاد سازمان له ۲۳۰ څخه ډیرو استازو او ۸۹ غړو هیوادونو په غیر حضوري توګه ګډون پکې کړی وو.

ښاغلي ریکارډو په تېرو دوو لسیزو کې په ګمرکونو کې له اداري فساد سره په مبارزه کې د غړو هېوادونو لخوا د پام وړ پرمختګ یاودنه وکړه او د روڼتیا په رول باندې یې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه "دې ته په پام سره چې ګمرکونه د نړۍ د اکمالاتو په لړۍ کې لومړی ځای لري، د بحران په وختونو کې، د اکمالاتو لړۍ د دوام تضمین کول حیاتي دي او روڼتیا د نړیوال اقتصادي بیا رغونې پروسې په ساتنه کې کلیدي عنصر دی."

اغلي امنې احمدي، د یاد پلاوي د ناستې په لومړۍ ورځ "په تېرو دوو لسیزو کې د ګمرکونو نړیوال سازمان د شفافیت اجنډا ارزونې" تر عنوان لاندې وینا وکړه.

نوموړې ګډونوالو ته د افغانستان د موقعیت په هکله او د تېرې ۴۰ کلنې جګړې په ترڅ کې چې د هیواد ټولې زیربناوې او په ځانګړې توګه د ګمرکونو بنسټونه یې زیانمن کړي، وضاحت وړاندې کړ او په وروستیو دوو لسیزو کې د شویو پرمختګونو په اړه یې معلومات ورکړل.

نوموړې؛ په خپله وینا کې څرګنده کړه چې د افغانستان د ګمرکونو ټوله پروسه له۲۰۰۳ تر ۲۰۱۳ کال پورې مرکزي او ولایتي ګمرکونه د ګمرکونو لوی ریاست تر چتر لاندې راغلل. د یادو اصلاحاتو د عمده برخې په توګه د ګمرکونو قانون، طرزالعملونه، پالیسي ګانې، د ګمرکونو نوی جوړښت، د ګمرکونو نړیوال سازمان او سوداګرۍ نړیوال سازمان له معیارونو سره سم د ګمرکونو سمون، عصري کول او اتومات کول او د لویو سوداګریزو شریکانو سره د هوکړې یادښتونو لاسلیکول شامل دي.

ګمرکي همکارۍ، د بریښنایی ډیټا تبادلې، له ګاونډیو هیوادونو سره د کاري ساعتونو همغږي کول او طرزالعمل، د سوداګریزو توکو د لیږد وخت او لګښت راکمول، د ګمرکونو زیربنا او د ګمرکي افسرانو د مسلکي وړتیاوو لوړول د افغانستان د ګمرکونو ریاست له سترو فعالیتونو څخه دي.

په پای کې آغلې احمدي؛ په ګمرکونو د کنټرول لازیاتولو، د آزادې سیالۍ له لارې ګومارنې، د ګمرکونو او مالیې اکاډمۍ او په عصري تجهیزاتو سنبال لابراتوارونه رامنځته کول، په اسیکوډا سیستم کې د بریښنايي ماډلونو وده، د خطر او یو شمېر ګواښونو او معیارونو پروفایلونه، د ګمرکي عملیاتو لپاره پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړول او ورته اقدامات د افغانستان د ګمرکونو د مهمو پرمختګونو په توګه یاد کړل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS