په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو لومړی ربعې درې اړخيزې کتنې پیلیدونکې غونډه وشوه
په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو د لومری ربعې درې اړخيزې کتنې پیلیدونکې غونډه نن د کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک ریس ښاغلي نریندرا سینګرو په ګډه مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو پر وړاندې په شته ستونزو او حل لارو هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې د غونډې ګډونوالو لازمې پریکړې وکړې.
د یادونې وړ ده چې دا غونډې به له ټولو اړوندو ادارو سره د روان میلادي کال د مارچ میاشتې تر لسمې نېټې دوام وکړي.
