د جینیوا کنفرانس د ژمنو تحقق تعقیبول د حکومت لومړیتوب دی

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۲:۰
خبر

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست لوړ پوړو چارواکو، ستر سلاکار او د دې ادارې سکټوري رئیسانو او د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیال په ګډون د افغانستان د مشارکت چوکاټ پلي کېدو تعقیب د رهبرۍ بورډ (APF) لومړۍ ناسته د چارو ادارې د ناستو په تالار کې وشوه.

د ناستې په پیل کې لومړی د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په ځانګړې ناسته کې د جینیوا کنفرانس د ژمنو تحقق د کړنلارې او عمل عمومي پلان د تصویب هر کلی وشو او ورپسې د اړوندو دولتي بنسټونو او نړیوالو پراختیایي شریکانو د غوښتنې له لارې د ژمنو پلي کولو څرنګوالې په تړاو د افغانستان حکومت په لومړیتوبونو هر اړخیز بحث وشو او په تړاو یې اړینې پرېکړې وشوې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۸
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۴مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه. . .

BACK TO NEWS