د مالیې وزارت سرپرست د ولسي جرګې په استجوابیه ناسته کې ګډون وکړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۸:۲۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د ولسي جرګې په عمومي استجوابیه ناسته کې ګډون وکړ، چې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ، ترسره کېده.

د مالیې وزارت سرپرست په دې ناسته کې د ولسي جرګې غړو ته د ملي عوایدو راټولېدو، په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو په پلي کولو، له اداري فساد سره د مبارزې، د ښوونکو په شمول د ټیټ پوړو دولتي کارکوونکو د معاشونو لوړېدو او د منځني کال د بودیجې له ارزونې ورسته یې د تفاوت ورکړي او نورو ورته مسایلو په تړاو معلومات ورکړل.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، په دې ناسته کې په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ته روښانه کړه، چې د مالیې په وزارت کې یې د سرپرستۍ د چارو له پیل څخه تر دې دمه ډېری لوړ پوړي مسؤلین او کار کوونکي چې په فساد کې ښکېل وو او کره اسناد یې پرې موندلي، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي کړي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د مراسلاتو په لېږد کي نوښت رامنځته سو

د غويي ۱۳مه۱۴۰۵ هـ.ل 
د مالیې وزارت د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د دغه وزارت د اداري مراسلاتو د استولو په لارو چارو کي نوښت رامنځته کړی، چي د اړوندو اداري مکتوبونو تبادله کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

BACK TO NEWS