د افغانستان او المان د حکومتونو ترمنځ د کلنۍ ناستې لپاره د چمتووالي ناسته
د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ چې د المان هېواد د سفارت پراختیایي څانګې مشر ډاکټر هینیګ پلاټي او په افغانستان کې د المان هېواد د پراختیایي بانک مشر رونالډ سټي هم حضور درلود، د افغانستان او المان د حکومتونو ترمنځ د کلنۍ ناستې لپاره چمتووالي ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې چې د ټولګټو وزارت، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت، د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې، د تدارکاتو ملي ادارې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت استازو ګډون کړی وو، د روانو پروژو په اړوندو ستونزو او د حل په لارو له خبرو او بحث وروسته لازمې پرېکړې وشوې.
