د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د بریتانیا د پراختیایي همکاریو له رئیس سره ولیدل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۷:۵۹
خبر

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري په مشرۍ جوړه شوې ناسته چې د برېتانیا د پراختیایي همکاریو رئیس انډریو مکوبوري (Andrew McCoburey) او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، د مالیې په وزارت کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) ناستې ترسره کېدو په چمتووالي، پراختیایي همکاریو او د لوړ پوړي پلاوي (SOM) ناستې لپاره د دې ناستو د تمې پایلو په رامنځته کېدو هر اړخیزې خبرې د نظرونو تبادله وکړه او دواړو خواوو د ستراتېژيکو اړیکو په پراخېدو یې ټینګار وکړ.

خبر

همدا شان ښاغلي مکوبوري، د عامه مالي نظام د اصلاحاتو، د مالي ثبات په موخه له فساد سره د مبارزې او د بودیجې، عوایدو او ګمرکونو په برخه کې د پرانیستي دولتدارۍ د معیارونو تحقق او روڼتیا پیاوړي کولو په برخه کې د مالیې وزارت کړنې او اقدامات وستایل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل سو.
په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS