د ریاستونو ترمنځ د کړنو مؤثریت او لا ښه کېدو او همغږۍ په موخه د مالیې وزارت د اداري معینیت د رهبرۍ  پلاوی ناسته وشوه

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۴:۱۲
خبر

د ریاستونو ترمنځ د کړنو  مؤثریت او لاښه کېدو او ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د مالیې وزارت د اداري معینیت د رهبرۍ  پلاوی ناسته د مالیې په وزارت کې ترسره شوه.

دغه ناسته د مالي او اداري عمومي رئیس او د اداري معینیت سرپرست سید احسان طاهري په مشرۍ چې د دې معینیت رئیسانو هم ګډون پکې درلود، ترسره شوه. د ناستې موخه د اداري معینیت د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ لا پیاوړي کول، د پاشلو کاري چارو مخنیوی، نیمګړتیاوو پېژندل، د کړنو له اجراآتو د راپور ورکول او تعقیب، په وخت سره د ستونزو له منځه وړلو په برخه کې د همغږۍ رامنځته کول او په ټوله کې د اداري معینیت په چوکاټ کې د چارو لا ښه کېدل او مؤثریت وو.

دا چې د مالیې وزارت اداري معینیت د دې وزارت حمایوي او خدماتي مسؤلیت پر غاړه لري،  د مالیې وزارت د تشکیلاتي جوړښت ستون فقرات بلل کېږي، چې د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له مرکزي او ولایتي ادارو سره هڅه کوي څو د مالیې وزارت مرکزي او ولایتي ادارو ته دوامداره ملاتړ او خدمتونه وړاندې کړي.

خبر

د اداري معینیت ریاستونو یو ځل بیا د مالیې وزارت مرکزي او ولایتي ادارو ته په وخت او مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو او ملاتړ ډاډ ورکړ او په ورځنیو چارو کې یې د هر ډول خنډ، ځنډ او سکتګۍ د مخنیوي ډاډ  وښوود.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS