د افغان ملي بانک، پښتني بانک او د افغان پوسټ دولتي شرکت رئیسان

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۷ - ۱۲:۳۴
خبر

د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست، د مالیې وزارت د وړانډيز او د ۷۱ ګڼي حکم پر بنسټ د چارو د لا ښه مدیریت او تنظیم په موخه ځینو ریاستونو ته رئیسان ور وپېژندل سول.

۱- دوکتور شاکر جلالي چي په اقتصاد کي د قطر هيواد څخه دوکتورا او په بانکي سکټور کي د یوې لسیزي تجربې خاوند دئ، د افغان ملي بانک عمومي ریاست سرپرست او د کابل بانک او پښتني بانک په چارو کي د مشاور په توګه.

۲- حافظ غلام اسحق چي د لوړو زده کړو تر څنګ په مالي او اداري چارو کي پراخه تجربه هم لري د پشتني بانک د عمومي ریاست سرپرست په توګه.

۳- انجینر محمد حامد ناصري د افغان پوسټ دولتي شرکت د سرپرست په توګه.

۴- احمد وحید ویس د افغان پوسټ دولتي شرکت د اداري او سوداګریز مرستیال په توګه معرفي سول.

د دولت رهبري پورتني کسان د وړتیا او مسلکيتوب له مخي یادو ریاستونو او ادارو ته ور وپیژندل، تر څو چاري په غوره ډول پرمخ ولاړي سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

BACK TO NEWS