د مالیې وزارت سرپرست د شهزاده سرای صرافانو ته د امنیت او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۱۱:۵۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د کابل د شهزاده سرای له صرافانو سره د خپل کار په دفتر کي ولیدل.

په دې لیدنه کي چي د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او د وزارت نورو استازو هم ګډون درلود، پرمهال يې د شهزاده سرای صرافانو د مالیې وزارت له سرپرست سره خپلي ستونزي، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه په مخامخ ډول شریک کړل.

د شهزاده سرای د صرافانو په استازيتوب امین جان خوستي او حاجي ځیرک ګډون کړی وو، چي د خپلو خبرو پرمهال يې د صرافانو د فعالیتونو او قوانینو يادونه وکړه، چي په وينا يې په دې برخه کي له تېر نظام څخه یو شمېر ستونزي ورپاته دي او ځیني قوانین یې له خپلو فعالیتونو سره په ټکر کي وبلل.

دغه راز صرافانو د نوي اسلامي حکومت له لوري دوئ ته د امنیت د ټینګښت، په ورځنۍ راکړه ـ ورکړه کي د افغانيو د ترویج او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کي خپله خوښي څرګنده او د مالیې وزارت مشرتابه ته یې په دې برخه کي له خپله اړخه د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ.

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري صرافانو ته ډاډ ورکی، چي د افغانستان نوی حکومت شپه او ورځ په دې هڅه کي دی، ترڅو عامو خلکو او په ځانګړې توګه تجارانو او صنعت کارانو ته چي هیواد ته د مالي خدمتونو وړاندي کولو ستره هسته ده ځانګړې پاملرنه او پوره همکاري وکړي

خبر

الحاج ملا هدایت الله بدري، له صرافانو غوښتنه وکړه، چي په خپلو خدمتونو کي هیڅ راز کمی رانه ولي او له نوي نظام سره مرسته وکړي، ترڅو د هيواد اقتصادي ستونزي په ګډه هواري او اقتصادي غوړېدا رامنځته سي. 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS