د هيواد د وزیرانو شورا بودیجه تصویب کړه
د افغانستان د اسلامي دولت د وزیرانو شورا د ۱۴۰۰ کال وروستیو دریو میاستو (جدي، دلوي او حوت) بودیجه تصویب کړه.
یاده بودیجه په ټوله کي ۵۳،۹ میلیارډه افغانۍ ده، چي له دې جملې ۴۹،۲ میلیارډه افغانۍ عادي بودیجه او ۴،۷ میلیارډه افغانۍ پراختیایي بودیجه ټاکل سوې ده. د دریو وروستیو میاشتو د بودیجې د تصویب موخه هجري لمریز کال ته د مالي کال اړول دي.
له دې وروسته به د هيواد مالي چاري د هجري لمریز کال له پیل څخه شروع او ملي بودیجه به د همدې کال لپاره د وزیرانو شورا له لوري تصویبيږي.
همداراز د مالیې وزارت غواړي، په هیواد کي د چارو د ټکني کېدو د مخنیوي په موخه تصویب سوې بودیجه ژر تر ژره له ټولو دولتي ادارو سره شریکه کړي او ترڅنګ یې له غیر بودیجوي واحدونو څخه هیله کوي، ترڅو د تخصیص ترلاسه کولو په موخه د (ب ۱۰) او (ب ۳) فورمونه د مالیې له وزارت سره شریک، خپل اړونده تخصیص ترلاسه او خپل فعالیتونه له خنډ پرته روان وساتي.
د یادوني وړده، چي د ۱۴۰۱ کال د بودیجې د ترتیب چاري په خلاصېدو دي او د را روان کال له پیل سره سم به د وزیرانو شورا له لوري یو کلنه بودیجه تصویب سي.