مالیې وزارت نویو ګمارل سویو کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ
د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري، د یاد وزارت عوایدو او ګمرکونو په اکاډمۍ کې نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ.
په دې پروګرام کې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس احمد شاه شاکر، د بشري سرچینو ریاست په استازیتوب د وړتیا لوړونې آمر احمد ضیاء نیازي، او اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس احمد شاه شاکر، په پرانیستې وینا کې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د مالیې وزارت د خپلو ټولو نوی کارکوونکو د وړتیا په لوړونه کار کوي او هوډ لري چې یوه مسلکي، له فساده او بروکراسۍ پاکه او خدمتونو وړاندې کوونکې اداره ولري. د نویو ګمار شویو کارکوونکو د وړتیا لوړول او مسلکيتوب به د هیواد د عوایدو په لوړېدو، غوره لاسته راوړنو او پر خپل ځان بسیا کېدو کې پوره مرسته وکړي. نوموړي ټینګار وکړ، چي یاد وزارت به د کارکوونکو وړتیا لوړولو ته بشپړ امکانات چمتو او مسلکي کدرونه به ټولنې ته وړاندې کړي.
د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړونې امر احمد ضیاء نیازي، نویو کارکوونکو ته د ښو زده کړو د ترسره کولو ترڅنګ وویل، چې د مالیې وزارت به په مرکز او ولایتونو کې د وړتیا لوړونې لپاره دا ډول علمي پروګرامونه ترسره کوي. هغه له ګډونوالو په کلکه وغوښتل چې له دې پروګرام څخه عظمي ګټه پورته کړي او د مسلکيتوب په لوري ګامونه واخلي.
د یادونې وړده، چې یاد روزنیز پروګرام به درې ورځې دوام وکړي او دغه لړۍ به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
