مالیاتي شخړو حلول د دولت عواید زیاتوي
د مالیاتي شخړو د حل بورډ، چي د مالیې وزارت په اډانه کي خپل فعالیتونه ترسره کوي، د هیواد په کچه په مالیاتي چارو کې د مالیه ورکوونکو شکایتونه اوري او بیا د اړوندي موضوع په تړاو هر اړ خیزي پلټني کوي ترڅو دغه شخړه هواره او حل لاره ورته ومومي.
دغه بورډ، چي د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې هم ګڼو وړو او سترو قضیو ته رسېدنه کړې ده او له کبله یې د دولت خزانې ته له اړوندو قضیو څخه د زیاتو عوایدو ور سپارلو حکم ورکړی، چي د مالیاتي شخړو د حلولو په تازه مواردو کي یې د روان کال وري میاشتي له ۲۰ مې نېټې تر ۲۳ نېټې پوري د مالیه ورکوونکو دوو کوچنو او سترو قضیو ته رسېدنه کړې ده، چي په پایله کي یې د یادو قضیو د حل پر بنسټ د دولت خزانې ته د (۶۶۷۰۳۴۵۷) میلیونه افغانیو عوایدو دورکړي د حکم سپارښتنه کړې.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ، د شخړو د حلولو په برخه کي مخکښه او د شفافیت پر بنا ولاړه اداره ده او د هیواد له هر ګوټ څخه د مالیاتي شخړو حلولو ته ژمنه او د مالیه ورکوونکو د شکایتونو له اورېدو وروسته د اړوندي شخړي حلوني ته رسېدنه کوي.
