د بلخ ولایت د ګمرک ریاست کي نویو ګمارل سویو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار په لاره واچول سو

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۰:۲۲
خبر

د حیرتان بندر نوي ګمارل سوي کارکوونکي په نوبتي ډول په ټولو ګمرکي چارو کي د څلورو تنو ښوونکو له لوري په ورځي او اوونیز ډول نظري او عملي روزنه ورکول  کېږي.

په دغه روزنیز پروګرام کي د حیرتان ګمرک نوي ګمارل سوي کسان د څلورو تنو مسلکي او مجربو ښوونکو له لوري په نظري او عملي ډول روزل کېږي، چي د روزني په بهیر کي دوی ته د ګمرکي اظهار پاڼي ترتیبول او ډکول، د مسیر یا لوري تعیینول، د تعرفي جوړول، له دخولي دروازې څخه تر خروجي دروازې پوري د ثبت او اخراج پروسه، د توکو د کیفیت څرنګوال، د توکو د تشرېح څرنګوالی، په هنګرونو کي د ثبت بهیر او د T1فورمه کي د ثبت سوو توکو او لاریو کي د ځای پر ځای سوو توکو پرتله په نظري او عملي ډول ور زده کول کېږي.

د روزني دغه نظري او عملي بهیر له کارکوونکو سره مرسته  کوي تر څو خپلي چاري په مسلکي توګه پر مخ یوسي چي له مخي یې په ګمرکي چارو کي لازمي اسانتیاوي او روڼتیاوي هم رامنځته کیږي.

ګمرکي کارکوونکي د زده کړو له دې بهیر څخه خوښي څرګندوي او له مسؤلینو مننه کوي چي د چارو د زده کړو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

د یادوني ده، چي د مالیې وزارت په ټولو ادارو کي نوو ګمارل سوو کسانو ته د هیواد د ګڼ شمېر ولایتونو په مستوفیتونو، ګمرکونو، عایداتي سرچینو او ګڼ شمېر اداري برخو کي روزنه ورکول کېږي، ترڅو کارکوونکي له سیسټمونو، مالیاتي چارو، عوایدو راټولېدو او نورو اداري موضوعاتو سره بلدتیا پیدا کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د مراسلاتو په لېږد کي نوښت رامنځته سو

د غويي ۱۳مه۱۴۰۵ هـ.ل 
د مالیې وزارت د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د دغه وزارت د اداري مراسلاتو د استولو په لارو چارو کي نوښت رامنځته کړی، چي د اړوندو اداري مکتوبونو تبادله کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

BACK TO NEWS