د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

admin_mof

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګریزو شرکتونو ته د اسانتیا برابرولو په موخه دوی ته د اسیکوډا په سیسټم کي یوزر ورکړی، ترڅو وکولای سي له خپل کار ځای او یا هم له هیواد څخه بهر د خپلو سوداګریزو مالونو ګمرکي طی مراحل ترسره کړي.

په دې وروستیو کي ځیني سوداګریز شرکتونه د ګمرکونو لوی ریاست ته په دې موخه مراجعه کوي، چي ګواکي مالونه یي په غلطي سره د بل شرکت په نوم ګمرک ته وارد سوي دي.

د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي، چي خپل سوداګریز مالونه په خپل جواز ګمرک ته وارد کړي. له دې وروسته سوداګریز مالونه، چي په هر جواز ګمرک ته وارد سي دا چي ټول حمایوی اسناد یې لکه انوایس، پکنګ لیست او بارنامه یې د واردونکي شرکت په نوم دي، نو د قانون له .مخي د همدغه شرکت په نوم پېژندل کیږي او بل هیڅ شرکت حق نه لري ادعا وکړي، چي مالونه زما دي او د بل شرکت په نوم ګمرک ته وارد سوي دي

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!

د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

Back to announcements