د ګمرکونو د ارزوني په موخه تخنیکي ناسته جوړه سوه
![خبر](/sites/default/files/2022-09/w1.jpg)
د ګمرکونو او عوایدو معین حاجي ملا محمد ناصر اخند، په مشرۍ د معینیت د غونډو په تالار کي تېره ورځ ناسته ترسره سوه، چي موخه یې د هیواد د ګمرکونو تخنیکي ارزونه وه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال، د مرکزي ادارې یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په ګمرکونو کي د شته ستونزو د حل لپاره د دا ډول ناستو جوړول اړین یاد کړل. نوموړي په ګمرکونو کي د سوداګرو لپاره د لا اسانتیا په رامنځته کولو ټینګار وکړ او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته یي سپارښتنه وکړه چي د سوداګرو ستونزي واوري او د حل لپاره یي اقدام وکړي.
همداشان له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس عبدالرحمن وقاد د روان کال د زمري په میاشت کي د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه غونډي ته د ارزوني راپور وړاندي کړ، چي د غونډي ګډونوالو د یاد راپور په بېلا بیلو اړخونو بحث وکړ او په اړه یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې ورکړل سوې.
په دې ناسته کي د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته د نورو اسانتیاو په رامنځته کېدو او د ګمرکي پروسو اسانه کولو په اړه هم بحث او خبري وسوې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کي د شته ستونزو یادونه وکړه او همداشان یې د سوداګرو لپاره د لا اسانتیا په رامنځته کېدو او د ملي عوایدو د زیاتوالي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/w2.jpg)
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست هره میاشت د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزي روښانه او د حل لپاره یې اقدام وکړي.