د ګمرکونو لوی رئیس د خوړو او درملو ملي ادارې له رئیس سره وکتل
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کی د خوړو او درملو ملي ادارې له رئیس ښاعلي ډاکټر عبدالباري عمر سره وکتل.
په دې کتنه کي، چي د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم کډون کړی وو، دواړو لورو سوداګرو ته د اسانتیا په موخه په ګمرکونو کي د اړوندو چارو پر لا چټکتیا، د دواړو ادارو تر منځ پر ښه همغږۍ، په ولایتي ګمرکونو کي د خوړو او درملو ملي ادارې د څانګو کاري وخت پر زیات والي او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هر اړخیز بحث وسو.
د ناستي په پای کي پرېکړه وسوه چي په ګمرکونو کي د وارداتي توکو د چټکو طی مراحلو په موخه دي په ولایتي ګمرکونو کي د خوړو او درملو ملي ادارې د څانګو کاري وخت زیات سي.