د کرنیزو اصلاح سوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو د شرکت لاسته راوړني او فعالیتونه
په تېرو کلونو کي د کرنیزو اصلاح سوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو د دولتي شرکت له خوا د کرنیزو غنمو د تخم تولید له ۵۰۱ مټریک ټنو څخه ۳۰۳۰ مټریک ټنو ته رسېدلی، چي ۳۰۰ سلنه زیاتوالی ښيي. اوسنیو شرایطو ته په کتو تمه ده چي په ۱۴۰۲ مالي کال کي به د غنمو د تخم په تولید کي ۵۸۰۰ مټریک ټنه زیاتوالی راسي.
