د خپل هيواد خپل تولید ملي نندارتون پرانیسته وسوه
![خبر](/sites/default/files/2022-12/f2.jpg)
د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پیژندني، بازارموندني او ملاتړ په موخه د (خپل هيواد خپل تولید) تر نامه لاندي ۳ ورځنی ملي نندارتون په کانټیننټال هوټل کي پیل سو.
دغه نندارتون چي ګڼو دولتي او خصوصي شرکتونو ګډون پکښي کړی، یکشنبه د لیندۍ له ۲۰ مې پیل او د همدې میاشتي تر ۲۳مي نېټې به دوام وکړي.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/f1_1.jpg)
د یادوني وړ ده، چي په دغه نندارتون کي د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو اړوند (سپین زر، د صکوکو مطبعې او ضرابخانې، د کابل سیلو، افسوتر ټرانسپورټي او افغان کارټ دولتي شرکتونو) هم خپل تولیدات او د فعالیتونو بېلګي د بازار موندني او خدماتو په موخه نندارې ته وړاندي کړي دي.