د اسلامي هيوادونو د مالیاتي ادارو ټولني آنلاین ویډیویي کنفرانس ترسره سو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۷
خبر

د افغانستان د مالیې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د اسلامي هيوادونو د مالیاتي ادارو ټولني د غړو هيوادونو له استازو سره په آنلاین ویډیویي کنفرانس کي گډون وکړ.

دغه آنلاین ویډیويي کنفرانس چي د اسلامي هيوادونو د مالیاتي ادارو ټولني له خوا جوړ سوی وو، د افغانستان په استازولۍ د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست کفیل او عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، د دغه رياست تخنيکي مرستيال عبدالولي نوري او د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس ندا محمد صدیقي برخه اخيستې وه.

د دې کنفرانس په پیل کي د اسلامي هيوادونو د مالياتي ادارو ټولني رئیسې آغلي روغیه محمد صالح، ټولو گډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، چي په دې کنفرانس کي به د مالیاتو په برخه کي د غړو هيوادونو تر منځ ښې همغږۍ رامنځته کېدو په څرنګوالي بحث او خبري وسي.

خبر

د يادولو وړ ده، چي په دې کنفرانس کي د دغي ټولني دېرشو غړيو گډون درلود.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
Background image

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه

د وږې ۲۸مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو. . .

BACK TO NEWS