ننگرهار گمرک کي مشکوک توکي نیول سوي

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۳:۴۳
خبر

د ننگرهار گمرک د تشریح برخي کارکوونکو تېره ورځ د یو بارونکي موټر د پلټنې پر مهال ۹ قلمه مشکوک توکي چي په دوو کارتنونو کي ځای پر ځای سو وو او غوښتل یې له پاکستان هیواد څخه یې افغانستان ته راوړي، کشف او ونیول.

په یادو توکو کي( ۲۴بنډله پټاقئ، ۲۵ دانې ارې، ۵دانې لینونه، ۱۹ دانې تختې، ۱۰ دانې برښنایې WALON، ۴ دانې VFD-M دستگاوي، ۵ دانې ډاینمو او ۲۴ بنډله لین لرونکي پتري شامل دي، چي له یادو توکو څخه په چاودنو او نورو تخریبي کړنو کي کار اخیستل کیږي.

په دې تور دوه تنه نیول سوي چي د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارگانونو ته سپارل سوي دي.

خبر

همداشان تېره ورځ د ننگرهار گمرک کارکوونکو له لوري شاوخوا ۳۵۰ کارتنه (Tea Whitener) چي په بازار کي د شیدو په نوم پلورل کیږي او واردول یې هیواد ته ممنوع دي، هم نیول سوي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS