د ګمرکونو لوی رئیس د سپین بولدک د سرحدي ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۶ - ۱۲:۴۵
خبر

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید چي کندهار ولایت ته په سفر تللی، تېره ورځ یې د سپین بولدک له سرحدي ګمرک څخه لیدنه وکړه.

په لیدنه کي نوموړي د یاد ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره د لیدني پر مهال په کاري ساحه کي د دوی شته ستونزي واورېدلې. د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو د حل په موخه اړوندو چارواکو ته لازم هدایات ورکړل او دوی یې لا زیات خدمت کولو ته وهڅول.

همداشان ښاغلي سعید په دې سفر کي د سپین بولدک سرحدي ګمرک د بر ېښنا تامینولو په موخه د پلي سوي لمریزي برېښنا له پروژې څخه هم لیدنه وکړه.

د یادوني وړ ده چي د ګمرکونو لوی رئیس له نږدې څخه د چارو د ارزولو په موخه د هیواد بېلابیلو ګمرکونو ته سفر کوي څو شته ستونزو ته پر خپل وخت سره رسېدنه وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS