د مستوفیتونو د عوایدو آمرینو لپاره انلاین روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د عوایدو عمومي ریاست په همکارۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ولایتونو مستوفیانو ته انلاین روزنیز پروګرام پیل کړ.
په دې پروګرام کي، چي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي پیل سو، د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي شیر محمد مشفق، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر او د مالیې وزارت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي دغه پروګرام شاوخوا څلور میاشتي وړاندي پیل سوی، اصلي موخه ئې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي، چي د مالیې وزارت د رهبرۍ د هدایت پر اساس تنظیم سوی دئ. نوموړي وويل، د مستوفيت آمرین چي ټوليز مسووليت پر غاړه لري، خپل ظرفيت او مسلکي پوهه دي لا زياته کړي او هڅه دي وکړي، چي د غوره خدمتونو په وړاندي کولو سره د دولت او خلکو ترمنځ واټن له منځه یوسي.
د عوايدو لوی رئيس الحاج مولوي شېر محمد مشفق کارکوونکو ته په ورسپارل سوو دندو کي د برياليتوب غوښتونکی سو او زیاته ئې کړه، چي د انسان ژوند او ارزښت په علم او پوهه کي دئ او د علم او پوهي ارزښت په عمل او د عمل په اخلاص کي دئ؛ نو د دغو پروګرامونو د غوره پایلو لپاره، د مسلکي پوهي د ترلاسه کولو ترڅنګ هڅه وکړئ، چي په اخلاص او صداقت ئې عملي هم کړئ.
د يادوني وړ ده، چي دغه پروګرام د (١٤٠٢)کال د غويي میاشتي په ١٦مه پيل او د همدې میاشتي تر (٢٦)مي نېټې به دوام وکړي، چي پر عايداتو د مالياتو قانون او اړوند طرزالعمل، د مالیاتي چارو د ادارې قانون او طرزالعمل، سيکټاس سيسټم او نور اړوند مسایل به ګډونوالو ته پکي تدریس کړای سي