د کورنۍ پلټني لوی رئيس او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ یو پلاوی، چي د دې ریاست اړوند د عوایدو او ګمرکونو پلټني رئیس ښاغلي مولوي فضل الرحمن فضلي ئې ملتیا کوله د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مستوفیت، ګمرک ریاست او طورخم سرحدي ګمرک څخه ئې لیدنه وکړه.
ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد د ننګرهار ولایت د مستوفیت له سرپرست ښاغلي مولوي اسدالله، د ننګرهار د ګمرک رئیس ښاغلي حاجي ابرار، کارکوونکو او د هري شعبې څخه په جلا توګه لیدنه وکړه، د پلټونکو له لوري د وروستیو پلټنو په ترڅ کي د ور کړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه ئې وکړه او ټینګار ئې وکړ، چي د چارو د ښه والي او رونټیا رامنځته کولو په موخه باید د پلټني سپارښتني په ټاکلي موده کي پلي سي. ښاغلي خالد په خپلو خبرو کي د پلټني د اهمیت او اصلاحي سپارښتنو د ارزښت په اړه خبري وکړې او وړاندیز ئې وکړ، چي ادارې دي د پلټني سپارښتنو د ښه تطبیق په موخه ځانګړي کاري کمېټې رامنځته کړي؛ ترڅو په خپلو ادارو کي د سپارښتنو تطبیق او تعقیب په ګړندي ډول ترسره او راپور ئې له مرکز سره شریک کړي.
په پای کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او ژمنه ئې وکړه، چي د وزارت له مشرتابه سره به ئې ډیر ژر شریکي کړي.
