له مالیې وزارت سره د آشنا کېدو او مدیریتي روزنیز پروګرام )نویو ګمارل سویو کارکوونکو( فارغینو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۱:۲۹
خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو (۱۵۵) نویو ګمارل سویو فارغینو ته له مالیې وزارت سره د آشنا کېدو او مدیریتي روزنیز پروګرام پای ته رسولو وروسته تصدیق پاڼي ورکړې.
په دې مراسمو کي چي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ احمدشاه ابدالي تالار کي تر سره کېده، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا عبدالقاهر ادریس، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج، د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شتمنیو د پلټني او ظرفیت لوړوني رئیس شېرزمان بلوچ، د عوایدو او ګمرکاتو اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او یو شمېر مسئولینو او نویو ګمارل سویو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا عبدالقاهر ادریس د دغو مراسمو د پرانیستني په وینا کي د پروګرام له ترتیبوونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل: دا چي په هېواد کي نظامي جګړه پای ته رسېدلې او اوس اقتصادي جګړه روانه ده، په دې جګړه کي د بریا او ویاړ په موخه باید پلان جوړونه وکړو، نو د داسې پروګرام پیلول نه یوازي تاسي ته د درسپارل سوو دندو د ښه ترسره کولو په برخه کي د مسلکي پوهي د کچي د لوړولو لپاره دي، بلکي د نظام د پیاوړتیا لپاره هم اغېزمن تمامېږي. له تاسي څخه دا تمه لرو، هغه څه چي مو په دې برخه کي زده کړي دي، په صداقت او ژمنتیا سره ئې پلي کړئ.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د نورو هېوادونو د ملکي مامورینو او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ توپیر روښانه کړ او زیاته ئې کړه، تاسي هغه څوک یاست چي په اسلامي نظام کي کار کوئ او یوازي د مادياتو لپاره نه، بلکه د معنویاتو د پاللو لپاره هم خپلي هڅې مه سپموئ.
د عوايدو د لوی رياست عملياتي مرستيال معراج محمد معراج په خپلو خبرو کي وويل، چي هر بست د دندو ټاکلې لایحه او يو لړ کارونو او تخنيکي مهارتونه ته اړتیا لري، چي په ښه نيت او اخلاص سره ئې ترلاسه کول او شته اسلامي نظام کي ئې پلي کول ښې پایلي درلودای سي. نوموړي د غونډي ګډونوالو ته په خطاب کي وویل، په هغو موضوعاتو چي دلته مو په ښوونیزو پروګرامونو کي زده کړل، بسنه مه کوئ، هڅه وکړئ، په تحقیق او څېړنو سره خپل ظرفیت او وړتیا لوړه کړئ، ولس او نظام ته د خدمت جوګه وګرځئ.

خبر

د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شتمنیو د پلټني او ظرفیت لوړوني رئیس شېرزمان بلوچ د کورنۍ پلټني ریاست د روزنیزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چي د ظرفیت لوړوني پروګرامونه د هغو پروګرامونو لړۍ ده، چي د مهارتونو د لوړولو او د دندو د موثریت په موخه په لاره اچول کېږي. دغه پروګرامونه په اداره کي د اشخاصو د استعدادونو او وړتیاوو د وديې لپاره په لاره اچول کېږي، چي د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت په لوړولو سره کولای سو د ادارې بریالیتوب او بقا تضمین کړو.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده او په وروستیو کي فارغانو ته تصدیق پاڼي هم ورکړل سوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS